قرآني·Qurani
پښتو

ناروغي

16 دعاوې

1 اللَّهُمَّ رَبَّ النَّاسِ أَذْهِبِ الْبَأْسَ، اشْفِ أَنْتَ الشَّافِي، لَا شِفَاء… اې الله! د خلکو ربه! دا رنځ لیرې کړه، شفا ورکړه، ته شفا ورکوونکی یې، ستا له شفا پرته بله شفا نشته، داسې شفا ورکړه چې هېڅ ناروغي پرې نه ږدي. 2 أَسْأَلُ اللَّهَ الْعَظِيمَ رَبَّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ أَنْ يَشْفِيَكَ زه له ستر الله څخه چې د عظیم عرش رب دی، غواړم چې تاته شفا درکړي. 3 بِسْمِ اللَّهِ أَرْقِيكَ، مِنْ كُلِّ شَيْءٍ يُؤْذِيكَ، مِنْ شَرِّ كُلِّ نَفْسٍ أ… د الله په نوم تاته دم کوم، له هر هغه څه څخه چې تاته تکلیف رسوي، د هر نفس یا کینه ګرې سترګې له شر څخه، الله دې تاته شفا درکړي. 4 أَعُوذُ بِعِزَّةِ اللَّهِ وَقُدْرَتِهِ مِنْ شَرِّ مَا أَجِدُ وَأُحَاذِرُ زه د الله په عزت او قدرت سره له هغه شر څخه پناه غواړم چې زه یې احساسوم او ترې وېرېږم. 5 لَا بَأْسَ طَهُورٌ إِنْ شَاءَ اللَّهُ اندېښنه مه کوه، که د الله خوښه وي دا ناروغي به د ګناهونو پاکوونکې وي. 6 بِاسْمِ اللَّهِ ثَلَاثًا أَعُوذُ بِعِزَّةِ اللَّهِ وَقُدْرَتِهِ مِنْ شَرِّ مَا أ… د الله په نوم (درې ځله). زه د الله په عزت او قدرت سره پناه غواړم له هغه شره چې زه یې احساسوم او ترې وېرېږم. 7 اللَّهُمَّ عَافِنِي فِي بَدَنِي اللَّهُمَّ عَافِنِي فِي سَمْعِي اللَّهُمَّ عَافِ… اې الله! زما بدن ته عافیت ورکړه، اې الله! زما غوږونو ته عافیت ورکړه، اې الله! زما سترګو ته عافیت ورکړه. 8 اللَّهُمَّ عَافِنِي فِي بَدَنِي اللَّهُمَّ عَافِنِي فِي سَمْعِي اللَّهُمَّ عَافِ… اې الله! زما په بدن کې روغتیا راکړه، اې الله! زما په غوږونو کې روغتیا راکړه، اې الله! زما په سترګو کې روغتیا راکړه، له تا پرته بل هیڅ معبود … 9 أَسْأَلُ اللَّهَ الْعَظِيمَ رَبَّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ أَنْ يَشْفِيكَ زه له ستر الله څخه چې د عظیم عرش رب دی، غواړم چې تاته شفا درکړي. 10 أَسْأَلُ اللَّهَ الْعَظِيمَ رَبَّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ أَنْ يَشْفِيَكَ زه له ستر الله څخه چې د عظیم عرش رب دی، غواړم چې تاته شفا درکړي. 11 اللَّهُمَّ رَبَّ النَّاسِ أَذْهِبِ الْبَأْسَ اشْفِهِ وَأَنْتَ الشَّافِي لَا شِفَ… اې الله! د خلکو ربه، دا تکليف لیرې کړې، شفا ورکړې، ته شفا ورکوونکی یې، ستا له شفا پرته بله شفا نشته، داسې شفا چې هیڅ ناروغي پرېنږدي. 12 بِسْمِ اللَّهِ تُرْبَةُ أَرْضِنَا بِرِيقَةِ بَعْضِنَا يُشْفَى سَقِيمُنَا بِإِذْن… د الله په نوم، زموږ د ځمکې خاوره زموږ د ځینو په لاړو سره (ګډه شوه)، زموږ ناروغ ته د رب په اجازه شفا ورکول کیږي. 13 اللَّهُمَّ اشْفِنِي شِفَاءً لَا يُغَادِرُ سَقَمًا ای الله! ماته داسې شفا راکړه چې هیڅ ناروغي پرې نه ږدي. 14 بِسْمِ اللَّهِ أَرْقِيكَ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ يُؤْذِيكَ مِنْ شَرِّ كُلِّ نَفْسٍ أَو… د الله په نوم تاته دم کوم، له هر هغه څه څخه چې تاته تکلیف رسوي، د هر نفس یا کینه ګرې سترګې له شر څخه، الله دې تاته شفا درکړي. 15 اللَّهُمَّ اشْفِنَا وَعَافِنَا وَاعْفُ عَنَّا اې الله! موږ ته شفا راکړه، عافیت رانصیب کړه، او موږ ته بښنه وکړه. 16 اللَّهُمَّ عَافِنِي فِي بَدَنِي اللَّهُمَّ عَافِنِي فِي سَمْعِي اللَّهُمَّ عَافِ… اې الله! زما بدن ته عافیت ورکړه، اې الله! زما غوږونو ته عافیت ورکړه، اې الله! زما سترګو ته عافیت ورکړه.