سورة Al-A'raf — د قرآن کریم 7مه فصل، یوه مکي سوره چې 206 آیتونه لري.
قران کریم یو کتاب دی نازل کړی الله تعالی په تا باندې -ای پیغمبره- نو نه دي وي ستا په سینه کې د دې نه څه تنګستیا او نه شک، رالیږلی یې دی په تا باندې د دې لپاره چې وویروې ته په دې سره خلکو لره، او په دې سره حجت قایم کړې، او پند ورکړې په دې سره مومنانو ته، نو پس خاص هم دوی هغه خلک دي چې د نصیحت نه فایده اخلي.